Jannat ke Qeemat

Book Name:Jannat ke Qeemat

شي نو د لمَر رنړا به ختمه كړي څنګه چه لمَر د ستورو رنړا ختموي، ٭ د جنَّت صرف دومره ځائے چه يو چابك [يعني كوړه] پكښے ايښودے شي هغه د دے دُنيا او څه چه په دے كښے دي د هغه ټولو نه بهتر دے. ٭ د جنَّت ديوالونه د سرو زرو او د سپينو زرو د خختو نه او خټه ئے د مشكو نه جوړه شوي ده. ٭ جنَّتيانو ته به په جنَّت كښے هر قِسمه خوندور طعامونه وركولے كيږي، څه چه اوغواړي فوراً به د هغوئي مخے ته موجود وي، ٭ كه يوه مرغئ اُووِيني او د هغے غوښه خوړلو ته ئے زړه اوشي نو په هُم هغه ساعت به سره كړي شوي د هغه مخے ته راشي، ٭ كه د اوبو وغيره خواهش ئے وي نو كوزے به ئے پخپله لاسو ته راځي، په هغے كښے به د يوے اندازے مطابق اوبه، شوده، شراب، او شهد [يعني ګبين] وي، د هغه د خواهش نه به پكښے يو څاڅكے نه كم وي او نه زيات، او چه د هغه كوزو نه اوڅښلے شي نو هغه به پخپله بيرته خپل ځائے ته لاړے شي، ٭ د هغه ځائے په شرابو كښے به د دُنيا د شرابو په شان بدبوئ، تريخ والے او نشه نه وي او نه به ورسره څښلو والا بے عقله كيږى، هغه پاك شراب به د دے ټولو خبرو نه پاك وي، ٭ هلته به نجاست، ګندګي، ډك بول، واړه بول، لاړے، خراچكے، د غوږونو خِىرے، د بدن خِيرے بالكل نه وي، ٭ بلكه د جَنَّت نعتونه خوړلو څښلو نه پس به بنده ته يو خوشبودار فرحت بخش اډرقے ورشي، خوشبوداره فرحت بخشه خوَله به ترينه اوځي او ټول خوراك به هضم شي، د هغه اډرقي او خوَلے نه به د مشكو خوشبوئي راځي. ٭ هر وخت به [د جنتيانو] په ژبه تَسْبِيْح او تَكبِيرِ اِرادةً او بے اراده د ساه په شان جاري وي، كم از كم د هر كس سر ته به لس