Jannat ke Qeemat

Book Name:Jannat ke Qeemat

زره خادمان ولاړ وي، د خادمانو په يو لاس كښے به د سپينو زرو پياله وي او په بل لاس كښے به ئے د سرو زرو پياله وي او په هره پياله كښے به د نوي رنګ نعمتونه وي، جَنَّتي خوراك څښاك چه بنده څومره هُم كوي په خوند كښے به ئے كمے نه راځي، بلكه خوند به ئے نور زياتيږي، په هره نوړئ كښے به اويا مزے وي، هره مزه به د بلے نه جدا وي، او هغه مزے به يو ځائے محسوسيږي، يعني د يوے مزے احساس به بله مزه نه ختموي، ٭ د جنتيانو لباس به نه زړيږي او نه به ئے ځواني ختميږي، ٭ كه د جنت جامے په دُنيا كښے واغوستے شي او څوك ئے اوويني نو بے هوشه به شي، او د خلقو سترګے به هغے ته كتل برداشت نه كړے شي ، ٭ كه يوه حُوره په سمندر كښے لاړے توك كړي نو د هغے د لاړو د خوږوالي په وجه به د سمندر اوبه خوږے شي، او په يو بل روايت كښے دي چه: كه يوه جَنَّتي ښځه په ووه (7) سمندرو كښے لاړے توك كړي نو هغه به د شهدو [يعني ګبـين] نه زياتے خوږے شي، ٭ د سر د ويښتو، بنړو او ورُوزو نه سِوا به د جنتـي د بدن په بل ځائے ويښته نه وي، ټول به بے ګيرے وي، په رانجو تورے سترګے، د ديرشو كالو د عمر به ښكاري، او د دے نه د زيات عُمر به كله هُم نه ښكاري، ٭ بيا به خلق د الله كريم په حكم يو بازار ته لاړ شي چه چاپيره به ترينه فرښتے وي، هلته به هٰغه څيزونه وي چه د هغے په مثل يوے سترګے هُم نه دي ليدلي، نه غوږونو اوريدلي دي، نه په زړونو كښے چرته د هغے خيال راغلے دے، د هغے نه به چه كوم څيز غواړي ور به كړے شي، او اخستل خرڅول به نه وي، ٭ جنتيان به د يو بل سره ملاقات كوي، وړے مرتبے والا به غټے مرتبے والا ويني، د