Jannat ke Qeemat

Book Name:Jannat ke Qeemat

هغه لباس به خوښ كړي، دوئي به لا خبرے ختمے كړي نه وي چه دا ګُمان به اوكړي چه: زما لباس د هغه د لباس نه ښه دے او دا په دے وجه چه په جنَّت كښے به چا ته څه غم نه وي، ٭ كله چه يو جنَّتـي د بل سره ملاقات كول اوغواړي نو د يو تخت به د بل خوا ته لاړ شي، ٭ د الله كريم په نِزد به په هغوئي كښے د ټولو نه عِزَّت والا هغه كس وي كوم چه د الله پاك د ديدار نه هر سحر او ماښام مُشَرَّفه كيږي، ٭ كله چه جنَّتـيان جنَّت ته لاړ شي الله پاك به هغوئي ته اوفرمائي: نور څه غواړئ چه تاسو ته ئے دركړم؟ عرض به اوكړي: تا زمونږ مخونه روښانه كړل، جنت ته دِ داخِل كړو، د دوزخ نه دِ خلاصے راكړو، دغه وخت په مخلوق باندے چه پرده وي هغه به اوچته كړے شي نو د الله پاك د ديدار نه لوئـي به بل يو څيز هم هغوئي ته نه وي نصيب شوے.

بلا حساب ہو جنّت میں داخلہ یارب                   پڑوس خلد میں سرور کا ہوعطا یارب

(وسائلِ بخشش مُرمَّم، ص۸۲)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

        سُـبْـحٰـنَ الـلّٰـه! تاسو واوريدل! جنَّت څومره ښكلے او ښائسته دے او الله كريم په هغے كښے څنګه څنګه عظيمُ الشانه نعمتونه پيدا كړي دي، كه مونږه هم د جنَّت عظيمُ الشَّان نعمتونه حاصلول غواړو، نو مونږ له پكار دي چه په ژوند كښے جَنَّت ته بوتلونكي اعمال اوكړو. يو عمل خو تاسو واوريدلو چه صُلْحُ كول جنَّت ته بوتلونكے كار دے. په قرآنِ مجيد كښے تقريباً 56 نه زياتو مقاماتو كښے د نيكو اعمالو ذِكر شوے دے. راځئ چه جَنَّت ته بوتلونكو د يو څو نورو اعمالو په باره