Book Name:Jannat ke Qeemat
د الله پاك په فضل و رحمت جنَّت ته به هغه ځي چا چه الله تعالٰى راضي كړے وي، د الله پاك په فضل و رحمت جنَّت ته به هغه ځي څوك چه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سُنَّتو عاشق وي، د الله پاك په فضل و رحمت جنَّت ته به هغه ځي چا چه نيك اعمال كړي وي، د الله پاك په فضل و رحمت جنَّت ته به هغه ځي د چا په زړه كښے چه د صحابه كرامو او اهلِ بيتو عَلَیهِمُ الرِّضوَان او اوليائے كرامو عَلَيْهِمُ الرَّحمة محبت وي، د الله پاك په فضل و رحمت جنَّت ته به هغه ځي د چا په زړه كښے چه خوفِ خُدا وي، د الله پاك په فضل و رحمت جنَّت ته به هغه ځي چا چه خپل اندامونه د ګناهونو نه بچ ساتلي وي، د الله پاك په فضل و رحمت جنَّت ته به هغه ځي چا چه د شريعت په حكمونو عمل كړے وي، د الله پاك په فضل و رحمت جنَّت ته به هغه ځي چا چه د الله پاك او د بندګانو حقونه ادا كړي وي،
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! جَنَّت ته بوتلونكو اعمالو كښے يو اهم ترين عمل پينځه وخته لمُونځ ادا كول هم دي. اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ ٭ لمُونځ يو عظيم عبادت دے، ٭ لمُونځ جنَّت ته بوتلونكے عمل دے، ٭ لمُونځ د مومِن د پاره مِعراج دے، ٭ لمُونځ نُور دے، ٭ دوه ركعاته لمُونځ د دُنيا او څه چه په دے كښے دي د دے ټولو نه بهتر