Book Name:Jannat ke Qeemat
دے، ٭ لمُونځ د الله پاك په نِزد خوښ عمل دے، ٭ لمَانځه كښے د هرے سجدے په بدله كښے يوه نيكي ليكلے كيږي، يوه ګناه ورانولے كيږي، او يوه درجه اوچتولے كيږي، ٭ لمُونځ سره ګناهونه رژيږي [يعني ريژي]، ٭ لمُونځ ادا كولو والؤ ته پورا پورا بدله وركولے كيږي، چنانچه
لمُونځ جنَّت ته د داخليدلو سبب دے
زمونږ خوږ نبـى ارشاد فرمائيلے دے: الله پاك په بندګانو باندے پينځه لمُونځونه فرض كړي دي، چا چه دا ادا كړل او د دے كوم حق ئے په معمولي ګنړلو ضائع نه كړو نو د الله پاك په ذِمَّه كرم د هغه د پاره وعده ده چه جنَّت ته ئے داخل كړي او چا چه دا ادا نه كړل د هغه د پاره د الله پاك په ذِمَّه كرم باندے وعده نشته، كه اوغواړي عذاب به وركړي او كه اوغواړي جنَّت ته به ئے داخل كړي. ([1])
په يو بل مقام كښے زمونږ خوږ نبـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: څوك چه سحر او ماښام جُمات ته ځي، نو چه څو ځله هُم ځي، الله پاك به د هغه د پاره په جنَّت كښے ميلمستيا تياروي. ([2])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښے د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه