Book Name:Jannat ke Qeemat
او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چه زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چه زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښے زما سره وي.‘‘ (ابنِ عساكر ج٩ ص ٣٤٣)
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مے دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښے مے خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! راځئ چه! د خوشبو يو څو سنتونه او آداب واورو: اوَّل دوه فرامِينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورئ: (1) خوږ مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: ما ته ستاسو په دُنيا كښے درے څيزونه محبوب دي: خوشبو، ښځے او زما د سترګو يخ والے لمُونځ جوړ كړے شوے دے. ([1]) (2) خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: څلور څيزونه د انبياء عَلَيْهِــمُ السَّلام په سُنَّتو كښے داخل دي: نكاح، مسواك، حيا او خوشبو. ([2]) ٭ خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د خوشبو تحفه نه رد كوله.([3]) ٭ د جُمعے د لمَانځه د پاره خوشبو لګول مُسْتَحَب دي. ([4]) ٭ په لمَانځه كښے د ربِّ كريم نه مُناجات دي نو د هغے د پاره زينت كول او خوشبو لګول مستحب دي. ([5]) ٭ خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هميشه ښكلي خوشبو استعمالوله او د دے به ئے نورو ته هُم تلقين