Book Name:Jannat ke Qeemat
كولو. ([1]) ٭ ناخوشګواره بوئ يعني بد بوئي به خوږ نبـى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه خوښولو. ([2]) ٭ نارينه له په خپلو جامو باندے داسے خوشبو استعمالول پكار دي چه خوشبو ئے خوريږي خو چه د رنګ چاپ وغيره ئے نه ښكاري. ([3]) ٭ د سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عادتِ كريمه وو چه ”مُشك“ به ئے د سر مبارك په مُقَدَّسو ويښتو كښے او ګيره مباركه كښے لګولو. ([4]) ٭ ائير فيشنر مه استعمالوئ. ([5]) ځكه چه دا ځيګرته نقصان رسوي.
قِسماقِسم سنّتونه زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِيْنَه دوه کتابونه (١) د ٣١٢ صفحو کتاب ’’بهارِشريعت‘‘ حصّه ١٦ او (٢) د ١٢٠ صفحو كتاب ’’سُنَّتيں اور آداب‘‘ او د اَميرِ اهلسنت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ دوه رسالے ”101 مدنى پهول“ او ”163 مدني ګلونه“ هديةً واخلئ او اولولئ ئے. د سُنَّتو د تربِيَّت يوه غوره ذريعه د دعوتِ اسلامي مَدَني قافِلو کښے عاشِقانِ رسول سره د سُنّتو ډك سفر هم دے.
صَــلُّـوْا عَـلَـی الْـحَبِيْـب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د راروانے هفته وارے اجتماع د بیان جھلکیانے
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! اِنْ شَــآءالـلّٰـه عَزَّوَجَلَّ د آئندہ هفته وارے د سُنّتو ډكے اجتماع د بیان موضوع به وي ”د غريبئ بركتونه“ په دے كښے به مونږه اورو چه