Book Name:Jannat ke Qeemat
مُحترمو اسلامي ورونړو! د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښے ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ”نِيَّةُ الْمُؤْمِنِ خَيْرٌمِّنْ عَمَلِهٖ“ د مُسلمان نِيَّت د هغه د عمل نه بهتر دے.[1]
مَدَني ګل: نيك او جائز كار كښے چه څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.
٭ ښو ښو نِيَّتونو سره د شروع نه تر آخرے پورے بيان واورئ ٭ پوره تَوجُّه سره د بيان اوريدلو نِيَّت اوكړئ ٭ كه قلم او ډائري لرئ نو د اَهَمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت هُم اوكړئ.
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِیْب! صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! نن زمونږ د بيان موضوع ده ”د جنَّتی محل قِيمت“. جنتي محلات به چا ته نصيب كيږى؟ د صُلْحُ [يعني روغه كولو] په باره كښے آيت او احاديث، د جنَّت جهلكيانے، خفه کس څنګه راضی شو؟ د نيكئ د دعوت وركولو فائدے، جنَّت ته به څوك څوك ځي؟ او د دے نه علاوه به نور نكات هم بيانيږي. الله پاك دِ مونږ ته ټول بيان د ښو ښو نيتونو او د مكمل توجه سره د اوريدلو سعادت رانصيب كړي. آمِیْنْ بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْنْ صَلَّی اللّٰہُ عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّم
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِیْب! صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد