Book Name:Jannat ke Qeemat
به اوفرمائي: ته ئے ادا کولے شے. هغه به عرض اوكړي: څنګه؟ الله تعالٰى به اوفرمائي: داسے چه ته د خپل ورور حقونه مُعاف کړے. بنده به عرض اوكړي يا الله عَزَّوَجَلَّ ما ټول حقونه مُعاف کړل. الله تعالٰى به اوفرمائي: خپل ورور د لاسه اونيسه او دواړه يو ځائے جنّت ته لاړ شئ. بيا سرکارِ نامدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د الله تعالٰى نه اويَريږئ او په مخلوق کښ صُلْحُ [يعني روغه] اوكړئ ځکه چه الله تعالٰى به هم د قيامت په ورځ به بندګانو کښ صُلْحُ کوي. ([1])
اے عاشقانِ رسول! د بيان شوي حديث پاك نه مونږ ته ډير نكات حاصل شو. راځئ چه د هغے نه يو څو واورو:
(1) وړومبئ خبره دا معلومه شوه چه قربان شم د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نظر او علم نه! چه د قيامت او د ميدانِ حشر د مُعامَلاتو، د بندګانو د حساب و كتاب او جزا او سزا د فيصلے د وخت راتللو نه مخكښے ئے د ربِّ كريم په عطا سره د غيب خبر وركړلو او د صحابه كرامو عَلَیهِمُ الرِّضوَان په مخكښے ئے د هغے اظهار هم اوفرمائيلو.
(2) دويمه خبره دا چه د بندګانو د حقونو مُعامَله ډيره نازكه ده چه د محشر په ميدان كښے به يو بنده د خپل حق غوښتلو د پاره د دويم بنده خلاف د الله پاك په بارګاه كښے دعوٰى كوي. افسوس! د دِين نه د لرے والي او بے عملئ په سبب اوس خلق د بندګانو د حقونو مُعامَلات ډير سپك ګنړي. مثلاً بعضے مالكان د نوكرانو حقونه نه ادا كوي نو بعضے نوكران د مالك څيزونو ته نقصان رسوي او د هغه حق ضائع