Jannat ke Qeemat

Book Name:Jannat ke Qeemat

كوي. بعضے مور و پلار بچو ته په حق وركولو كوتاهي كوي نو بعضے اولاد د مور و پلار د حقونو خيال نه ساتي. بعضے ښځے د خاوند په حقونو كښے كوتاهي كوي نو بعضے خاوندان د ښځو د حقونو ادا كولو پرواه نه كوي، دغسے د نورو خپلوانو او ګاونډيانو د حقونو خيال هُم نه ساتلے كيږي. ياد ساتئ! كه په دُنيا كښے چا د چا حق اووهلو نو عقلمندي په هُم دے كښے ده چه هُم دلته ئے ادا كړي يا ئے ترینه مُعاف كړي ګنے په آخرت كښے د ډيرے سختے رُسوائي سره مخامخ كيدے شي، چنانچه

مكي مدني سردار صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: د قيامت په ورځ به تاسو ضرور حقدارانو ته د هغوئي حقونه حواله كوئ تر دے چه د بے ښكرو چيلـئ بدله به د ښكرو والا چيلـئ نه اخستے شي.([1])

      مطلب دا دے چه كه تاسو په دُنيا كښے د خلقو حقونه ادا نه كړل نو په هر حالت كښے به ئے د قيامت په ورځ ادا كوئ، دلته په دُنيا كښے د مال په ذريعه او په آخرت كښے د اعمالو په ذريعه، لِهٰذا بهتري مو په دے كښے ده چه په دُنيا كښے ئے ادا كړئ ګنے بيا به پښيمانه ئے.

حكيمُ الاُمَّت حضرت مفتـي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ځناور اګرچه د شرعي احكامو مُكَلَّف نه دي خو حُقُوقُ الْعِباد به ځناور هم ادا كوي. كه په دُنيا كښے د ښكرو والا چيلئ، بے ښكرو چيلئ په ښكر وهلي وي نو د قيامت په ورځ به د ښكرو والا چيلئ ښكرے بے ښكرو چيلئ ته وركړے شي او هغه به د هغے په بدله كښے په ښكر وهي. ([2])


 

 



[1] مسلم،کتاب البر والصلۃ والآداب،باب تحریم الظلم، ص۱۰۷۰،حدیث:۶۵۸۰

[2] مرآۃ المناجیح، ۶/۶۷۴