Jannat ke Qeemat

Book Name:Jannat ke Qeemat

دريمه خبره دا ده چه په خپل مينځ كښے صُلْحُ صفائي كول الله پاك ته ډير خوښ دي. الله كريم به د قيامت په ورځ هم د خپلو بندګانو په مينځ كښے صُلْحُ اوفرمائي او هغوئي به جنَّت ته داخل كړي، ٭ كه مونږه الله پاك راضي كول غواړو ،٭ كه مونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم راضي كول غواړو، ٭ كه مونږه د الله نه يَريږو، ٭ كه مونږه په مُعاشره كښے  اَمن ليدل غواړو، ٭ كه مونږه جنَّت ته تلل غواړو، ٭ كه مونږه د جنَّتـي نعمتونو نه خوند اخستل غواړو، ٭ كه مونږه د قيامت په ورځ د ذِلَّت او رُسوائی نه بچ كيدل غواړو. نو مونږ له پكار دي چه په خپل مينځ كښے د صُلْحُ [يعني روغه] كولو عادت جوړ كړو.

اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ صُلْحُ كول زمونږ د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي او الله پاك په قرآنِ كريم كښے هم د صُلْحُ كولو حكم ارشاد فرمائيلے دے، چنانچه

په سيپارہ 26 سُوْرۃُ الْحُجُرات  آیت نمبر 10 كښے ارشاد دے:

اِنَّمَا الْمُؤْمِنُوْنَ اِخْوَةٌ فَاَصْلِحُوْا بَیْنَ اَخَوَیْكُمْ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ۠(۱۰) ( پ۲۶، الحجرات  : ۱۰ )                     

مفهوم ترجَمۂ کنزُ الایمان: مسلمان د مسلمان ورور دے نو د خپلو دوو ورونړو په مينځ كښے صُلْحُ اوکړئ او د  اللّٰہ نه اويَريږئ چه په تاسو  رَحم اوشي.

هُم دغسے په احاديثِ مباركه كښے هم د صُلْحُ كولو ډير فضائل بيان شوي دي.