Iman ke Salamti

Book Name:Iman ke Salamti

ته په ايمان باندے مرګ راكړي آمِين. ۱،البقرۃ،تحت الایۃ:۱۳۲)

د الله پاك د آخري نبي، مكِّـى مَدَنـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عبرت نه ډك فرمان دے: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالْخَوَاتِیْمِ یعني د اعمالو دارومدار په خاتمه دے. (بخاری ، کتاب القدر ، باب العمل بالخواتم، ۴/۲۷۴،حدیث ۶۶۰۷)

    الله پاك دِ مونږه د دُنيا نه د ايمان د سلامتئ سره اوچت كړي او زمونږه حشر دِ نيكو خلقو سره اوكړي. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

 ٭ د ایمان د حفاظت د پاره د بدو خلقو د صُحبت نه لرے اوسيدل پكار دي، ٭ د ایمان د حفاظت د پاره عُلَمائےِ اَهلِسُنَّت او نیکو خلقو سره خپل تَعَلُّق جوړول پكار دي، ٭ د ایمان د حفاظت د پاره عِلمِ دِين زده كول پكار دي، ٭ د ایمان د حفاظت د پاره ګناهونو نه لرے اوسيدل پكار دي،٭ د ایمان د حفاظت د پاره استقامت سره نيك كارونه كول پكار دي، ٭ د ایمان د حفاظت د پاره د كامِل ايمان والؤ د سيرت مطالعه كول پكار دي، ٭د ایمان د حفاظت د پاره فضولو خبرو نه ډډه كول پكار دي، ٭ د ایمان د حفاظت د پاره د دِين په مُعامَله كښے احتياط كول پكار دي، ٭ د ایمان د حفاظت د پاره د هر هغه كار نه لرے اوسيدل پكار دي په كوم كار چه الله و رسول عَزَّوَجَلَّ و صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ناراضه كيږي.

چرته د الله تعالٰى د ناراضئ والا كار رانه اُو نه شي

          د حضرت امام حسن بصری رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه تپوس اوكړے شو چه ستاسو څه حال دے؟ هغوئي اُوفرمائيل: د چا كشتئ چه د درياب په مينځ كښے ماته شي، د كشتئ