Iman ke Salamti

Book Name:Iman ke Salamti

كاش! كاش! كاش! چه په دُنيا كښے د آسان ژوند تيرولو د ارمان په ځائے، زمونږ په زړونو كښے د ايمان د سلامتئ سره د مرګ فكر پيدا شي.

     حضرت امام محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه منقول دي چه د يو بُزرګ د ارشاد خلاصه ده چه: كه په ايمان باندے مرګ زما د خاص كوټے په دروازه كښے رانصيب كيږي او شهادت مے د كور په غټه دروازه انتظار كوي نو شهادت اګرچه د اعلٰى درجے سعادت دے خو زه به د كوټے په دروازه كښے د ايمان مرګ قبول كړم ځكه چه څه معلومه ده چه د كور غټے دروازے ته رسيدو رسيدو كښے زما زړه بدل شي او زه د ايمان د سلامتئ سره راتلونكي مرګ د شرف نه محرومه پاتے شم! ([1])

څوك چه د ايمان د بربادئ ويره نه لري

    بهرحال مونږ له هر وخت د الله پاك نه د اِيمان د حفاظت سوال كول پكار دي. ډيره د حيرانتيا خبره ده چه څنګه د دُنياوي مال د حفاظت نه غافِله كيدل د مالي نُقصان سبب جوړيدے شي دغه شان بلكه د دے نه هم زيات ايمان دے چه د ايمان د حفاظت نه بے فكره كيدل او د ايمان د بربادئ نه بے ويرے كيدل سراسر نُقصان دے. علمائے كرام فرمائي: څوك چه په (ژوند كښے) د ايمان د برباديدو ويره نه لري، د ځنكدن په وخت كښے د هغه د ايمان د برباديدو انديښنه [يعني خطره] ده. ([2])


 

 



[1]  احیاء العلوم، کتاب الخوف والرجاء، بیان فضیلۃ الخوفالخ،۴/۲۱۱

[2]  ملفوظات اعلی حضرت،ص۴۹۵