Book Name:Iman ke Salamti
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِیْب! صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد
د ايمان برباديدو په فِكر كښے پورا شپه ژړا
زمونږه بزرګانِ دىن به د ايمان د حفاظت د پاره څومره فكرمند اوسيدل راځئ چه وارو:
چنانچه حضرت سَيِّدُنا يوسُف بِن اَسباط رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زه يو ځل د حضرت سَيِّدُنا سُفيان ثَوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خوا ته حاضر شوم. هغوئى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ټوله شپه ژړل. ما ترينه تپوس اوكړو: آيا تاسو د ګناهونو د ويرے نه ژاړئ؟ نو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ډكے را واخستو او اوئے فرمائيل: ګناه خو د الله پاك په دربار كښے د دے ډكي نه هم كم حيثيت لري. ما ته خو د دے خبرے ويره ده چه چرے د ايمان دولت را نه وانغستے شي. ([1])
ما ته بس د خاتمه بالخير فكر دے
حُجَّةُ الاسلام حضرت سَيِّدُنا امام محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هُم دوئي په باره كښے نقل كوي چه: حضرت سَيِّدُنا سُفيان ثَوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وفات په وخت كښے په ژړا شو. خلقو دلاسه وركړه او عرض ئے ورته اوكړو چه: يا سَيِّدي! مه ويريږئ، د الله پاك په رحمت نظر ساتئ. هغوئي اوفرمائيل: د بدے خاتمے د ويرے ژاړم، كه په ايمان د خاتمے ضمانت راكړے شي نو بيا زه د دے خبرے پرواه نه لرم اګرچه د غرونو همره