Book Name:Iman ke Salamti
ګناهونو سره د الله پاك سره ملاقات اوكړم. ([1])
حضرت سَيِّدُنااِبنِ ابوجميله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيان كوي چه يو كس حضرت سَيِّدُنا رجاء رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د مخه ښه كولو [يعني رخصتولو] وخت كښے اووئيل: اے ابو مِقدام! الله پاك دِ ستاسو حفاظت اوفرمائي. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: اے وروره! د بدن د حفاظت نه، بلكه د ايمان د حفاظت دُعا را ته اوكړه. ([2])
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِیْب! صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو واوريدل چه اولياءُ الله ته د دے خبرے ويره وه چه چرے زمونږ نه ايمان وانغستے شي، ٭ اولياءُ الله د كثرتِ عبادت باوُجود د الله پاك ناراضئ والا كارونو او خبرو نه بچ كيدل، ٭ اولياءُ الله به د نورو نه هم په ايمان د خاتمے دُعا غوښتله، ٭ اولياءُ الله به د حفاظتِ ايمان د پاره ژړل، ٭ اولياءُ الله به د ايمان د حفاظت د پاره غير ضروري تګ را تګ نه ځان بچ كولو. لِهٰذا مونږ له پكار دي چه د الله والؤ په نقشِ قدم روان شو، د خپلے ژبے حفاظت اوكړو، فضول او غير ضروري تګ را تګ نه ځان ساتو، د نيكو كولو شوق په خپل زړه كښے پيدا كړو، په خپلو ګناهونو باندے ژړا اوكړو او د ګناهونو نه رښتيني توبه اوكړو، د الله پاك نه په