Iman ke Salamti

Book Name:Iman ke Salamti

دُنيا او آخرت كښے د عافيت او خلاصي دُعا اوكړو او د دے د پاره عملي كوشش هم جاري اوساتو.

د ايمان د حفاظت يو نُسخه

د ايمان د حفاظت د پاره د يو جامع شرائط پیر مُريد جوړ شئ. د سرکارِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مُریدانو به څه وائے، چنانچه شَیْخ ابُوسَعُود عبدُالله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چه: شَیْخ عبدُ الْقادِر جِیْلانی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپلو مُریدانو د پاره تر قِیامته پورے د دے خبرے ضمانت وركړے دے چه د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو مُريد به هُم د توبه كولو نه بغير نه مړ كيږي. (بہجۃالاسرار،ذکرفضل اصحابہ وبشراھم، ص۱۹۱)

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! دے د فساد ډك دَور كښے زمونږ د پاره د اميرِ اَهلِسُنَّت بانيِ دعوتِ اسلامي حضرت علّامه، مَولانا، محمّد اِلياس عطّار قادِري دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه ذات ډير لوئ نعمت دے، څوك چه د هغوئي نه بَيعَت كوي [يعني د هغوئي مُريد جوړيږي] هغوئي هغه د غوثُ الاعظم پرانِ پير شَیْخ عبدُ الْقادِر جِیْلانی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مُريد جوړوي.

   لِـهذا د اميرِ اَهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه په ذريعه د غوثُ الاعظم پيرانِ پير شَیْخ عبدُ الْقادِر جِیْلانی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مُريد جوړيدلو يعني قادري سلسله كښے د بَيعَت كولو د پاره مختلفے طريقے دي. چا ته چه كومه طريقه آسانه وي په هغے دِ عمل اوكړي، مَثَلًا بِالـمُشافه (يعني مخامخ) مريد جوړيدے شئ، بله طريقه دا ده چه كله اميرِ اَهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه په هفته واره مَدَني مُذاكره كښے د مَدَني چينل په ذريعه براهِ راست مُرِيد جوړوي هغه