Book Name:Iman ke Salamti
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! راځئ چه د اَميرِ اهلسنت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ رسالے ”163 مدني ګلونه“ نه لباس اغوستلو سنتونه او آداب واورو: اَوَّل دوه فرامينِ مصطفٰی صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوګورئ: ٭ د پيريانو د سترګو او د خلقو د ستر په مينځ کښے پرده دا ده چه کله څوک جامے ويستل غواړي نو [مخکښے د] بِسمِ الله اولولي. ([1]) حکيم الامّت حضرت مُفتی احمد يارخان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه فرمائي: څنګه چه ديوالونه او پردے د خلقو د نظر نه رُكاوټ جوړيږي دغسے به دا د الله عَزَّوَجَلَّ ذکر د پيريانو د سترګو نه پرده جوړ شي او شيطان به هغه (يعني شرمګاه) نه شي ليدلے. ([2]) ٭ څوک چه جامے واغوندي او دا اولولي: اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ الَّذِیْ کَسَانِیْ ھٰذَا وَرَزَقَنِيْہِ مِنْ غَيْرِحَوْلٍ مِّنِّیْ وَلَا قُوَّۃٍ (ترجمه: ټول تعريفونه الله عَزَّوَجَلَّ لره دي چا چه ما ته دا جامے واغوستلے او زما د طاقت او قوت نه بغير ئې ما ته عطا كړے) نو د هغه مخکښے وروسته ګُناهونه به معاف شي. ([3]) ٭ څوک چه د قدرت [يعني د وَس] باوجود ښائسته او ښکلې جامے اغوستل د تواضُع (يعني د عاجزئ) په طور پريږدي، الله تعالٰی به هغه ته د کرامت حُلّه ور واغوندي. ([4]) ٭ لباس د حلالے ګټے پكار وي. او کوم