Book Name:Iman ke Salamti
اکبر رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ په مينځ كښے كښينولو، دے باندے صَحابَۀ کرام رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُم حيران شو چه دا څوك ذِی مَرتبه [يعني اوچتے مرتبے والا] دے! چه كله هغه لاړو نو سرکار صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دے چه كله په ما باندے دُرُودِ پاك لوَلي نو داسے ئے لوَلي.[1] راځئ چه مونږه ئے هُم په شريكه اووائيو.
اَللّٰہُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّاَنْزِلْہُ الْمَقْعَدَ الْمُقَرَّبَ عِنْدَکَ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ
د شفِيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ مُعَظَّم دے: څوك چه داسے دُرود شريف اولوَلي، د هغه د پاره زما شفاعت واجب شي.[2] راځئ چه دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.
(1) د يو زر ورځو نيكئ:
جَزَی اللّٰہُ عَنَّا مُحَمَّدًا مَا ھُوَ اَھْلُہٗ
حضرتِ سَیِّدُنا ابنِ عباس رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُمَا نه رِوايت دے چه سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د دے د لوستونكي د پاره فرښتے يو زر ورځو پورے نيكئ ليكي.[3] راځئ چه مونږه ئے هُم په شريكه اووائيو.
(2) داسے ده لكه شبِ قدر ئے چه حاصل کړو
فرمانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: چا چه دا دُعا درے ځله اولوستله نو لكه هغه