Book Name:Iman ke Salamti
زيات كيږي.
٭ ښو ښو نِيَّتونو سره د شروع نه تر آخرے پورے بيان واورئ ٭ پوره تَوجُّه سره د بيان اوريدلو نِيَّت اوكړئ ٭ كه قلم او ډائري لرئ نو د اَهَمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت هُم اوكړئ.
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِیْب! صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! نن زمونږ د بيان موضوع ده”د اِيمان سلامتيا“. په دے كښے به مونږه اورو په قرآن و حديث كښے په ايمان باندے د ثابت قدم اوسيدلو څومره تاكيد بيان شوے دے، يو مسلمان له د ايمان د سلامتيا د پاره څومره فكرمند اوسيدل پكار دي، زمونږه بُزُرګانِ دين به د ايمان د حفاظت څومره فكر كولو، د آخرت د نجات د پاره كوم تدبيرونه اختيارول پكار دي، د دے نه علاوه به بعضے داسے اُمور هم بيانيږي چه هغه د ايمان د بربادئ سبب جوړيدے شي وغيره وغيره. راځئ چه د ټولو نه مخكښے د الله پاك د هغه نيكو بندګانو قرآني واقعه واورو چا چه د خپل ایمان د حفاظت د پاره په يو غار كښے پناه اخستي وه.
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِیْب! صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! څو صدئ مخكښے (د بحيره عرب په غاړه د مُلكِ