Book Name:Iman ke Salamti
حصه كښے د څملاستلو باوُجود د لمَر لګيدو نه محفوظه وو.
دَقْيانُوس ته چه كله دا خبر اورسيدو چه يو څو كسانو د غيرِخُدا د عبادت نه بچ كيدلو د پاره په غار كښے پټ شوي دي نو هغه حكم اوكړو چه د غار په خُله كښے يو ديوال اوكړئ چه هغوئي هيڅ كله هُم د غار نه نه شي راوتلے او په هغے كښے په ډير تكليف مړه شي. دَقْيانُوس چه چا ته د ديوال وهلو حكم كړے وو هغه نيك سړے وو، هغه فيصله خو نه شوه بدلولے خو په هغه غار كښے د پناه اخستونكو نومونه او نور تفصيل ئے په يوه تختئ اوليكلو او هغه تختئ ئے په صندوق كښے كيښودله او هغه صندوق ئے د ديوال په بنياد كښے محفوظه كړو. بيا دا اَصحابِ كَهْف درے سوه نهه كاله پس د يو نيك پرهيزګار مومِن نيك بادشاه ”بَيدروس“ په دورِ حكومت كښے د الله پاك په حكم رابيدار شو. ([1])
د اَصحابِ كَهْف واقعه په قرآنِ كريم كښے په پينځَلَّسمه سيپاره، سُورَةُ الْـكَهْـف آيت نمبر 9 كښے څه داسے ده:
اَمْ حَسِبْتَ اَنَّ اَصْحٰبَ الْكَهْفِ وَ الرَّقِیْمِۙ-كَانُوْا مِنْ اٰیٰتِنَا عَجَبًا(۹) (پ۱۵، الکہف:۹)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : آيا تا ته معلومه شوه چه د غر د غار او د ځنګل د غاړے والا زمونږه يوه عجيبه نښه وه.
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِیْب! صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد