Book Name:Iman ke Salamti
پيدا شوي دي او د كُفر په حالت ژوندي وي او مومِنان شوي به مري. ([1])
معلومه شوه چه اصل كاميابي صرف په دُنيا كښے مومِن او مسلمان كيدل نه دي بلكه د دے سره سره د مرګ په وخت كښے ايمان سلامت وړل اصل كاميابي ده څنګه چه په يو بل حديثِ پاك كښے دا خبره واضحه بيان شوي ده. چنانچه
فرمانِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے: یُبْعَثُ کُلُّ عَبْدٍ عَلَی مَا مَاتَ عَلَیْہِ [يعني] هر بنده به په هغه حالت را پاڅولے كيږي په كوم [حالت] چه مړ شي. ([2])
مُفَسِّر قرآن حضرت مُفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دے حديثِ پاك لاندے ليكي: اعتبار د خاتمے دے، كه څوك په كفر مړ شو نو په كفر به راپاڅي اګر كه په ژوند كښے مومِن وو، او كه په اِيمان باندے مړ شو نو په اِيمان به راپاڅي اګر كه ژوند ئے په كُفر كښے تير كړے وو. ([3])
د ايمان د حفاظت د پاره څه كول پكار دي؟
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږ له پكار دي چه ٭ د اِيمان نِعمت حاصليدو باندے هر وخت د الله پاك شكر ادا كوو، ٭ ټول عُمر په ايمان باندے د