Book Name:Siddiq K Liay Khuda Aur Rasool Bus
نو هُم ډير سوچ او غوروفكر به ئے كولو، تپوسونه به ئے كول، خپل زړه به ئے مطمئن كولو، يا به ئے معجزے اوليدلے، يعني پوره تسلي به ئے كوله نو هله به ئے اسلام قبلولو. خو د حضرت صديقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْه شان دا دے چې څنګه هغوئي ته د اسلام دعوت وركړے شو نو فوراً ئے ايمان هُم راوړو او بيا د اسلام د ټولو نه وړومبے محافظ هم جوړ شو. او بيا د هغوئي ايمان داسے مضبوط وو چې د هغے په باره كښے خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: كه د تلے په يو طرف كښے زما د ټول اُمَّت ايمان كيښودے شي او په بل طرف كښے صرف د ابوبكر ايمان كيښودے شي او وزن كړے شي نو د ابوبكر د ايمان والا طرف به دروند شي.
(شعب الایمان ، باب القول فی زیادۃ الایمان ۔ ۔ ۔ ا لخ ، ۱ / ۶۹ ، حدیث : ۳۶ بالفاظ مختلفۃ) ځكه خو وائي چې:
پروانے کو چراغ ، بُلْبُل کو پھول بس
صدّیق کیلئے ہے خُدا اور رسول بس
پتنګ له شمع بس ده او بلبل ته ګُل كافي دے
صدِّيق ته الله پاك او د هغه رسول كافي دے
صَـلُّوْا عَـلَـی الْـحَبِیْب! صَـلَّـی اللّٰہُ عَـلٰـی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! راځئ چې! د حضرت صديقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْه د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حفاظت او د دِين د سربُلندئ د پاره د قربانئ وركولو مُتَعَلِّق يو څو واقعات واورو: