Book Name:Deeni Tulaba Par Kharch Karna
په شريكه اووائيو.
)4( د شپږ لاکه دُرُودشریف ثواب
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدٍ عَدَدَ مَا فِیْ عِلْمِ اللّٰہِ صَلَاۃً دَ اۤ ئِمَۃًۢ بِدَوَامِ مُلْكِ اللّٰہِ
حضرت اَحْمَد صاوِی رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه د بَعضو بُزرګانو نه نَقل كوي: دا دُرُود شریف يو ځل لوستلو باندے د شپږو لاکو دُرُود شریف لوستلو ثواب حاصِليږي.[1] راځئ چې دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.
)5( قُربِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ کَمَا تُحِبُّ وَ تَرضٰی لَہٗ
يوه ورځ يو كس راغلو نو حُضُورِ اَنور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه د خپل ځان او صِدِّیقِ اکبر رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ په مينځ كښے كښينولو، دے باندے صَحابَۀ کرام رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُم حيران شو چې دا څوك ذِی مَرتبه [يعني اوچتے مرتبے والا] دے! چې كله هغه لاړو نو سرکار صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دے چې كله په ما باندے دُرُودِ پاك لوَلي نو داسے ئے لوَلي.[2] راځئ چې مونږه ئے هُم په شريكه اووائيو.
)6( دُرُودِ شَفاعت
اَللّٰہُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّاَنْزِلْہُ الْمَقْعَدَ الْمُقَرَّبَ عِنْدَکَ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ
د شفِيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ مُعَظَّم دے: څوك چې داسے دُرود شريف اولوَلي، د هغه د پاره زما شفاعت واجب شي.[3] راځئ چې دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.
)1( د يو زر ورځو نيكئ:
جَزَی اللّٰہُ عَنَّا مُحَمَّدًا مَا ھُوَ اَھْلُہٗ
حضرتِ سَیِّدُنا ابنِ عباس رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُمَا نه رِوايت دے چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د دے د لوستونكي د پاره فرښتے يو زر ورځو پورے نيكئ ليكي.[4] راځئ چې مونږه ئے هُم په شريكه اووائيو.
)2( داسے ده لكه شبِ قدر ئے چې حاصل کړو
فرمانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: چا چې دا دُعا درے ځله اولوستله نو لكه هغه چې شَبِ قَدر حاصل کړو.[5] راځئ چې مونږه هُم دا دُعا په شريكه اووائيو.
لَآ اِلٰہَ اِلَّا اللّٰہُ الْحَلِیْمُ الْکَرِیْمُ ، سُبْحٰنَ اللّٰہِ رَبِّ السَّمٰوٰتِ السَّبْعِ وَرَبِّ الْعَرْشِ الْعَظِیْم
(د خُدائے حَلیم وکریم نه سِوا هيڅ څوك د عِبادت لائِق نشته، اللہ پاک دے چې د ووه واړو