Andheri Qabar

Book Name:Andheri Qabar

كښے اِرشاد كيږي:

اَیْنَ مَا تَكُوْنُوْا یُدْرِكْكُّمُ الْمَوْتُ وَ لَوْ كُنْتُمْ فِیْ بُرُوْجٍ مُّشَیَّدَةٍؕ-

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان  :  تاسو چه هر ځائے كښے ئے، مرګ به در اورسيږي، اګر كه مضبوطو قلعه ګانو كښے ئے.

      په دے آيتِ مباركه كښے په تفسيرِ نعيمي كښے دي چه د هر چا د مرګ وخت مُقَرَّر دے، د دے نه څوك په هيڅ تدبير او هيڅ بهانه نه شي بچ كيدے، تاسو كه هر ځائے كښے اوسيږئ په خپل وخت به مرګ ضرور در رسي اګر كه تاسو مضبوطو قلعو يا د آسمان برجونو ته اورسيږئ، كه د ژوند د حفاظت د پاره هر څومره ذرائع اختيار كړئ خو مرئ به ضرور. (تفسیرِ نعیمی ، ج۵ ، ص۲۴۲)

د قبر مُتَعَلِّق د بزرګانو معمولات

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د مرګ سره د آخرت سفر شروع شي او د هغے وړومبے منزل قَبْر دے چه د آخرت په مرحلو كښے د ټولو نه اَهَمه مرحله ده. زمونږه بزرګانو به بعضے وخت د قَبْر په ليدلو په سلګو سلګو ژړل. بلكه زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چه پخپله د نورو شفاعَت كوونكے دے هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د قَبْر مُتَعَلِّق دومره ويره لرله چه: حضرتِ سَيِّدُنا براء بِن عازِب رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ فرمائي چه مونږه د سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره په يوه جنازه كښے شريك وو نو خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قبر غاړه باندے كښيناستلو او دومره ئے اوژړل چه خاوره لـمده شوه.