Book Name:Andheri Qabar
بيا ئے اُوفرمائيل: د دے د پاره تياري اوكړئ. (ابن ماجہ ، کتاب الزھد ، باب الحزن والبکاء ، ۴ / ۴۶۶ ، حدیث : ۴۱۹۵ )
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰی عَلـٰی مُـحَـمَّد
اَميرُ الْمُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدُنا عُثمانِ غَنى رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ به چه كله د چا د قَبر خوا ته تشريف يوړو نو دومره به ئے اوژړل چه ګيره مبارَكه به ئے لـمده شوه. چا ورته عرض اوكړو چه د جَنَّت او دوزخ تذكِره كولو په وخت كښے تاسو نه ژاړئ خو د قَبر خوا ته ډير ژاړئ د دے څه وجه ده؟ ھغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوفرمائيل چه: ما د سركارِ نامدار صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه اوريدلي دي: چه د آخِرت د ټولو نه وړومبے منزل قَبر دے، كه قَبر والا د دے نه خلاصے اوموندو نو وروسته مُعامَله د دے نه آسانه ده او كه د دے نه ئے خلاصے اُونه موندو نو وروسته مُعامَله زياته سخته ده.
(ابن ماجہ ، کتاب الزھد ، باب ذکرالقبروالبلی ، ۴ / ۵۰۰ ، حدیث : ۴۲۶۷)
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! تاسو واوريدل چه د ذُوالنُّورین او جامِعُ الْقُرْاٰن لقب حاصلوونكي دريم خليفه حضرتِ سَيِّدُنا عُثمان بِن عَفَّان رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د الله تعالٰى څومره ويره لرله! هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په عَشَره مبشره يعني هغه لسو خوش نصيبو صحابۀ كرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان كښے شامل وو كومو ته چه د الله پاك خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خپله مباركه خُله خصوصي طور د جَنَّت خوشخبري وركړي وه، هغه عظيم صحابي چه فرښتو به ترينه هُم حياء كوله، خو د دومره فضيلتونو باوجود به هُم د الله پاك په ويره كښے اوسيدلو، او زمونږه حال دا دے چه خپل قَبْر مو بالكل هير كړے دے، هره ورځ