Andheri Qabar

Book Name:Andheri Qabar

د جُماتونو نه د مړو اعلانونه اورو، په جنازو كښے شركت كوو، ډير ے جنازے مو په مخه تيريږي بلكه كله كله جنازو ته اُوګه هُم وركوو، بعضے وخت په خپلو لاسو قَبْر ته مړے كوزوو، خاورے پرے اړوو خو د دے باوجود دا سوچ نه كوو چه يوه ورځ به زما جنازه هُم پورته كيږي:

جنازہ آگے آگے کہہ رہا ہے اے جہاں والو

مِرے پیچھے چلے آؤ تمہارا رہنما میں ہوں

جنــازه مخكښے ده روانــه وائي اے جــهـان والـؤ

شا ته راځئ په ما پسے زه لار ښودونكے ستاسو يم

قَبْر مړي ته څه وائي؟

د حضرتِ سَيِّدُنا اَبُو الْحَجّاج ثُمالي رَضِىَ اللهُ   تَعَالٰی  عَـنْهُ نه رِوايت دے چه د مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عِبرت نه ډك فرمان دے: چه كله مړے قَبْر ته كُوز كړے شي نو قَبْر هغه ته خِطاب كوي [يعني وائي] چه: اے اِنسانه! ته تباه شے! تا زه ولے هير كړے ووم؟ آيا تا ته دومره هُم نه وه معلومه چه زه د فِتنو كور يم، د تِيارے كور يم، بيا ته په څه خبره په ما باندے غَره غَره ګرځيدلے؟ كه هغه مړے د نيك بنده وي نو يو غيبي آواز قَبْر ته وائي: اے قَبْره! كه دا د هغوئي نه وي چا به چه د نيكئ حُكم كولو او د بدئ نه به ئے منع كوله نو بيا! (يعني بيا به ستا سُلوك څه وي) قَبْر وائي: كه دا خبره وي نو زه د ده د پاره ګلزار جوړيږم. چنانچه بيا د هغه كس بدن په نُور كښے بدل شي او د هغه رُوح د رَبُّ الْعٰلَمِين  جَلَّ جَلالُهٗ د بارګاه طرف ته والوَځي(مُسنَد اَبِـى يَعْلٰـى ج۶ص۶۷حديث۶۸۳۵)