Book Name:Andheri Qabar
بلكه اربونه روپئ خرچ كيږي، چه هغه د مُخَیَّرو حضراتو په تعاون پوره كيږي، د رجب، شعبان او رمضان په مياشتو كښے خلق هسے هُم د زيات صَدَقات و خيرات كولو طرف ته مائل وي. لِـهذا مونږ ته پكار دي چه پخپله هُم د دعوتِ اسلامي د پاره زكوٰة و صدقات او مَدَني عطيات وركړو او خپلو دوستانو، خپلوانو، ګاونډيانو او مخيّرو حضراتو ته هُم د دے پوره پوره ترغيب وركړو:
حضرتِ سَيِّدُنا اَبُو هُرَيره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چه نبئِ رَحمت، تاجدار رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: كه د سلو لاسونو نه صَدَقه تيره شوه نو ټولو ته به هم هغسے ثواب حاصليږي څنګه چه د وركوونكي د پاره دے او د ده (يعني وركوونكي) په ثوابكښے به هيڅ كمي نه كيږي.
(تاریخ بغداد ، بشیر بن زیاد البلخی ، ۷ / ۱۳۵ ، رقم : ۳۵۶۸)
كاش چه زمونږه په كوششونو باندے وركړي شوي صَدَقه زمونږه د دواړو جهانو د كاميابئ ذريعه جوړه شي. اٰمِين
اے عاشقانِ رَسُول! مونږه په قبر كښے پكار راتلونكو اعمالو په باره كښے اوريدل: په هغے كښے يو تِلاوتِ قرآن هُم دے. فرمانِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے: د قرآنِ مجيد تلاوت كوئ ځكه چه دا به د قيامت په ورځ د خپل تلاوت كوونكي د شفاعت د پاره راځي. ۔
(مسلم ، کتاب صلاۃ المسافرین وقصرہا ، باب فضل قراۃ القرآن…الخ ، ۳۱۴ ، حدیث : ۱۸۷۴)