Book Name:Andheri Qabar
په قبر كښے پكار راتلونكے څلورم عمل ذِكْرُ الله دے، زمونږ خوږ آقا مكِّـى مَدَنـى مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: چه كله هُم خلق د الله پاك د ذِكر د پاره كښيني نو فرښتے هغوئي [د رحمت په وزرو] كښے پټ كړي، د الله رحمت ئے په خپله غيږه كښے واخلي او په هغوئي سكينه [يعني سكون] نازليږي. (مسلم ، کتاب الذکر و الدعاء …الخ ، باب فضل الاجتماع علی تلاوۃ…الخ ، ص۱۱۱۱ ، حدیث : ۶۸۵۵)
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه په قَبْر كښے پكار راتلونكو څلورو نيكو اعمالو باره كښے واوريدل، د حضرتِ سَيِّدُنا فَقِيه اَبُواللَّيث سمرقندي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د بيان كړي روايت مطابق څلور بد اعمال هغه هُم دي چه قبر كښے سلامتئ سره اوسيدلو د پاره د هغے نه بچ كيدل ډير زيات ضروري دي، راځئ چه واورو هغه څلور اعمال كوم كوم دي.
رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: دروغ د ګناه طرف ته بوتلل كوي او ګناه د جَهنَّم طرف ته بوتلل كوي او بے شكه بنده بيا بيا دروغ وائي، تر دے چه د الله پاك په نِزد كَذَّاب يعني ډير غټ دروغژن شي. (بخاری ، کتاب الادب ، باب قول اللہ تعالیٰ یا اَیُّھَا الَّذِیْنَ…الخ ، ۴ / ۱۲۵ ، حدیث : ۶۰۹۴) يعني بيا بيا دروغ وئيل بنده د الله پاك په بارګاه كښے رُسوا كړي.
دويم بد عمل چه د هغے نه بچ كيدل بنده ته قَبْر كښے فائده وركوي، هغه خيانت