Book Name:Andheri Qabar
نه بچ كيدل دي.
رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائيلے دے: څوك چه خپل ورور ته په څه مُعامَله كښے مشوره وركړي حالانكه هغه ته معلومه وي چه دُرستي[ يعني صحيح كيدل] د دے نه علاوه كښے دي، هغه د هغه سره خيانت اوكړو. (ابوداؤد ، کتاب العلم ، باب کراھیۃ منع العلم ، ۳ / ۴۴۹ ، حدیث : ۳۶۵۷) يعني كه يو مسلمان چا نه مشوره اوغواړي او مشوره وركوونكے اِرادتاً غلطه مشوره وركړي د پاره د دے چه مشوره غوښتونكے په مصيبت كښے ګرفتار شي نو داسے مُشِير (يعني مشوره وركوونكے) پوخ خائِن (يعني خيانت كوونكے) دے. (مراۃ المناجیح ، ۱ / ۲۱۲)
الله پاك دِ مونږه د هر قِسمه خيانت نه په امان كښے اوساتي.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د قبر د عذاب نه بچ كيدلو د پاره يو عمل د چُغلئ نه بچ كيدل هُم دي.
په خلقو كښے فساد پيدا كولو د پاره د هغوئي خبرے يو بل ته رَسَوَلو ته چُغلي وائي. (شرح مسلم للنووی ، کتاب الايمان ، باب بیان غلظ تحریم النمیۃ ، ۲ / ۱۱۲)
د الله پاك خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: د الله پاك بد بندګان هغه دي كوم چه چُغلي كوي، په دوستانو كښے جُدائي پيدا كوي او د نيكو خلقو عيب لټوي. (مسند احمد ، مسند الشامیین ، ۶ / ۲۹۱ ، حدیث ۱۸۰۲۰) لِـهذا مونږ ته د چُغلئ نه هم ځان ساتل ضرروي دي.
الله پاك دِ مونږ ته د چُغلئ نه د بچ كيدلو توفيق راكړي. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم