Book Name:Andheri Qabar
څلورم عمل د متيازو د څاڅكو نه نه بچ كيدل
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د قَبْر د عذاب باعِث جوړيدونكے څلورم كار د متيازو د څاڅكو نه نه بچ كيدل دي، چنانچه:
حُضُورِ اكرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: عذابِ قبر عموماً د متيازو (د څاڅكو نه د نه بچ كيدلو) په وجه كيږي. (معجم کبیر ، ۱۱ / ۶۹ ، حدیث : ۱۱۱۲۰)
په يو بل روايت كښے خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: د قَبْر عذاب د متيازو (د څاڅكو نه د نه بچ كيدلو) په وجه كيږي، لِـهذا دے نه بچ اوسئ. (ابن ماجۃ ، ابواب الطہارۃ ، باب التشدیدفی البول ، ۱ / ۲۱۹ ، حدیث : ۳۴۸)
الله پاك دِ مونږ ته په دے حديثونو د عمل كولو توفيق راكړي. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چه زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چه زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘ ([1])
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا
جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا