Book Name:Andheri Qabar
سِينه مې دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا
جنّت كښے مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
په كور كښے د مَدَني ماحول جوړوَلو د پاره مَدَني ګلونه
اول دوه فرامینِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورئ: (۱) خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: خپل كورونه اديره مه جوړوئ، بےشكه په كوم كور كښے چه بَقَره (يعني سُوْرَةُ البَقَرَه) تلاوت كيږي شيطان د هغه كور نه اوتښتي. (مسلم ، کتاب صلاۃ المسافرین ، باب استحباب صلاۃالنافلۃ فی بیتہ۔ ۔ ۔ الخ ص۳۰۶ ، حدیث : ۱۸۲۴) (۲) خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: په كوم كور كښے چه د الله پاك ذِكر كيږي او په كوم كور كښے چه د الله پاك ذِكر نه كيږي، د هغوئي مثال د ژوندي او مړ په شان دے. ( بخاری ، کتا ب الدعوات ، باب فضل ذکر اللہ ، ۴ / ۲۲۰ ، حدیث : ۶۴۰۷) * كور ته د ننوتلو او وَتلو په وخت كښے په اوچت آواز كښے سلام كوئ.* مور صاحِبه يا والِد صاحب [يعني پلار] مو چه راشي نو تعظِيماً اودريږئ.* اسلامي ورونړه دِ په ورځ كښے كم نه كم يو ځل د والِد صاحِب او اِسلامي خويندے دِ د مور صاحِبے لاس او ښپے ښكُلَوي.* د مور او پلار په مخكښے آواز ټِيټ ساتئ، د هغوئي په سترګو كښے سترګے بالكل مه اچوئ [يعني نيغ ورته مه ګورئ].* د هغوئي حواله كړے شوے هر يو كار چه خِلاف شرع نه وي فوراً كوئ.* سنجيده [يعني غلے، قلار] اوسئ. په كور كښے او باهر هم په هر ځائے كښے كه تاسو سنجِيده شئ نو اِنْ شَآءَالله تَعَالٰى په كور كښے به هم د دے بَرَكتونه ښكاره شي.* مور ته او كه د بچو مور [يعني كور والا] هُم وي نو هغے ته او په كور كښے (او بهر) د يوے ورځے ماشوم ته هم [د تا او ستا په ځائے] ”تاسو“ وائے.* د خپل ګاونډ په جُمات كښے د ماسخُتن د جَمعے د وخت نه واخله دوه ګينټو كښے دننه دننه