Andheri Qabar

Book Name:Andheri Qabar

اوده كيږئ. كاش!چه په تَهَجُّد كښے مو سترګے اوغړيږي ګنی كم نه كم د سحر لـمونځ خو به په اَسانئ (د جُمات په وړومبي صف كښے د جَمعے) سره د كولو سعادت درنصيب كيږي او بيا [د ورځے به] په كار كښے سُستي هم نه محسوسوئ.* كه د كور كسان په لـمانځه كښے سُستي كوي، او د فِلمونو، ډرامو، او سندرو او سازونو په ګناهونو كښے اَخته وي او تاسو د كور مشر نه ئے، او غالِب ګُمان هم دا وي چه ستاسو به څوك نه مني نو د بيا بيا رټَلو په ځائے، په ټولو په نرمئ سره مَدَني چينل اُوګورئ. اِنْ شَآءَالله تَعَالٰى ”مَدَني نتيجے“ به ئے رااُوځي.* په كور كښے هم كه څوك هر څومره اورټي تر دے كه وَهل هم اُوخورئ، صبر صبر او صبر كوئ. كه تاسو ژبه خوزوله [يعني د هغوئي د بدسُلوكئ جواب هم وركولو] نو د مَدَني ماحول جوړيدو به بيا هيڅ اُمِّيد نه وي بلكه نور فَساد پيدا كيدے شي ځكه چه په بے موقع سختئ كولو شيطان كله كله په خلقو كښے ضِد پيدا كوي.* د مَدَني ماحول جوړولو يوه ډيره غوره ذريعه دا هم ده چه په كور كښے هره ورځ د فيضانِ سُنّت درس ضَرور ضَرور ضَرور وركوئ يا اورئ.* د خپل كور د كَسانو د آخِرت د بِهترئ د پاره د زړه د اِخلاصه دُعا هم كوئ ځكه چه فرمانِ مُصطفٰى صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے: اَلدُّعاءُ  سِلَاحُ الْمُؤمِن يعني دُعا د مومِن وَسله ده.  (اَلمُستَدرَك لِلحاكِم ج۲ ص۱۶۲ حديث۱۸۵۵)*  د سخر په كور كښے اوسيدونكي زنانه دِ [په دے مَدَني ګلونو داسے عمل كوي] چه كوم ځائے د كور ذِكر شوے دے هلته سخرګنئ او چه كوم ځائے د مور او پلار ذِكر شوے دے هلته دِ د خواښے او سخر سره هم هغسے ښه سُلوك كوي هله چه څه مانِعِ شرعي [يعني د شريعت د طرفه منع] نه وي. خو دا احتياط ضروري دے چه هِنګور دِ د سخر لاس او ښپے نه ښكُلوي او دغسے دِ زُوم د خواښے [لاس او ښپے نه ښكُلوي].*  مَسائِلُ الْقُرآن صفحه ۲۹۰ كښے دي: د هر لـمانځه نه پس دا دُعا د اوّل و