Book Name:Andheri Qabar
كښے د سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دِيدار كوي او قَبْر كښے د داخليدو وخت كښے هُم، تر دے چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغه قَبْر كښے د خپل رَحمت نه ډكو لاسونو باندے كوزوي.[1] راځئ چې مونږه هم په شريكه دا دُرُود اووائيو.
)2( ټول ګناهونه مُعاف
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِ نَا وَ مَوْلَانَا مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰی اٰلِہٖ وَسَلِّمْ
حضرتِ سیِّدُنا انَس رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ نه روایت دے چې تاجدارِمدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوك چې دا دُرُودِ پاك لوَلي كه ولاړ وو نو كښيناستلو نه مخكښے او كه ناست وو نو اودريدو نه مخكښے به د هغه ګُناهونه مُعاف كړے شي. راځئ چې مونږه هم په شريكه دا دُرُود اووائيو.
)3( د رَحمت اويا دروازے:
صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
څوك چې دا دُرُودِ پاك لوَلي په هغه به د رَحمت اويا دروازے بيرته كړے شي.[2] راځئ چې دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.