Andheri Qabar

Book Name:Andheri Qabar

ستاسو د قَبْر سر ته ولاړه يم او نعرے وَهَم خو زه ستاسو د جواب آواز نه اورم! اے بابا جانه! تاسو خو زما نه داسے جُدا شوئ چه د قِيامته پورے درسره بيا ملاقات نه شم كولے. اے خدائے رحمٰن عَزَّوَجَلَّ! د قِيامت په ميدان كښے ما د خپل بابا جان د مُلاقات نه مه محرومه كوے.

     چه د حضرتِ سَيِّدُنا حَسَن بصرى رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه دا خبرے ئے واوريدلے نو هغه ماشومے عرض اوكړو چه: اے زما سرداره! ستاسو د نصيحت نه ډكو خبرو زه د غفلت نه بيداره كړم. د هغے نه پس هغه په ژړا ژړا د حضرتِ سَيِّدُنا حَسَن بصرى رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه سره يو ځائے بيرته راروانه شوه.            

                             (المواعظ العصفورية لابى بكر بن مَحمّد العصفورى ،  مترجم ص ۱۱۸ بتصرف مَكْتَبَه اعلٰى حضرت)

قبرونه په ظاهره يو شان خو دننه ...

   خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! كله خو به تاسو اديرے [يعني مُقبرے] ته تلي ئے. آيا تاسو كله غور كړے دے چه د مُقبرے خفه ماحول، د غم نه ډكے هواګانے لكه د هغے دا حالت چه دا اِعلان كوي: چه اے په دُنياوى ژوند باندے خوشحاله اوسيدونكو! تاسو ټول به يوه نه يوه ورځ دے شړے ته د قبر جورے كندے ته راځئ، ياد ساتئ! دا قبرونه چه د پاسه نه يو شان ښكاري، ضروري نه ده چه د دے دننه حالت دِ هُم يو شان وي، آو جي كه د دے خاورو نه لاندے خخ شوے [كس] مونځ ګزاره وو، د رَمَضانُ المُبارَك روژے نيولو والا وو، د پوره مياشتے اِعتِكاف يا كم از كم د آخِري عشرے اِعتِكاف كولو والا وو، د رَمَضان د مياشتے عاشِق او قدردان وو، د فرض كيدو په صورت كښے به ئے خپل زكوٰة پوره ادا كولو، رِزقِ حلال ګټلو والا وو، د ضرورت مطابق په حلاله روزئ باندے قَناعت كوونكے وو، د قرآنِ