Andheri Qabar

Book Name:Andheri Qabar

مجيد تِلاوَت به ئے كولو، د تَهَجُّد، اِشراق و چاشت او اَوَّابين نفلونه به ئے ادا كول، عاجِزى به ئے كوله، خوش اَخلاقه وو، د شريعت مطابِق ئے يو موټے ګيره پريښودي وه، د عِمامے شريفے تاج به ئے په سر وو، د سُنَّتو عاشق وو، د مور و پلار فرمانبرداري به ئے كوله، د بندګانو حقونه به ئے ادا كول، د الـلّٰـه عَزَّوَجَلَّ او د هغه د محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره محبَّت كولو والا وو، د صحابۀ كرامو و اَهلِ بَيتِ عظام عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان او اوليائے كرامو رَحمةُ الـلّٰـهِ عَلَيْهِم عاشِق وو، نو د هغه کس قَبْر، چه د پاسه نه د خاورو يو وړوكے شان ډيرے ښكاري، كيدے شي چه د الـلّٰـه  و رَسُول عَزَّوَجَلَّ و  صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په فضل و كرم د هغے دننه حِصّه چه د كوم ځائے پورے نظر رسي د هٰغه حده پورے فراخه شوی وي، په قَبْر كښے ئے د جَنَّت كړكئ بيرته شوي وي، او په ظاهره د خاورو د دے ډيري لاندے د جَنَّت ښكُلے او ښائسته باغ موجود وي. بل طرف ته د دے خاورو د ډيري نه لاندے خخ شوے كس كه بيلمانځه وو، د رَمَضانُ المُبارَك روژے قصداً خوړلو والا وو، د رَمَضانُ المُبارَك په شپو كښے په كوڅو كښے د كركټ وغيره لوبو كولو په ذريعه د مُسلمانانو په عِبادتونو او خوبونو كښے خلل راوستلو والا وو، يا د دے لوبو تماشائي او د هغوئي حوصله زياتولو  والا وو، د فرض كيدو باوُجود د زكوٰة په ادا كولو كښے بُخل كولو والا وو، حرام رزق ګټلو والا وو، د سود او رِشوت لين دَين كولو والا وو، د خلقو قرضے خوړلو والا وو، شرابي وو، جواري وو، د شرابو او جوارئ اډے چلولو والا وو، د مُسلمانانو بے اِجازتِ شرعي زړه ازارَوَلو والاوو، مسلمانانو باندے به ئے رُعب او دَباؤ اچولو او بته [يعني مال دولت] به ئے ترينه اخستلو، د روپو د مطالبے د پاره به ئے مسلمانان اغوا كول، غلاګانے به ئے كولے، ډاكے به ئے وهلے، په اَمانت كښے به ئے خِيانت كولو، په زمكو به ئے ناجائزه قبضے كولے، په بے وَسه زميندارانو به ئے ظُلم كولو، د اِقتِدار [يعني د حكومت يا