Andheri Qabar

Book Name:Andheri Qabar

افسرئ] په نشه كښے مست د ظُلم او زياتي كولو والا وو، ګيره خرئيلو والا يا د يو موټي نه وړولو والا وو، فِلمونه او ډرامے پخپله او په نورو كتلو والا وو، سندرے او باجے پخپله او په نورو اوريدو والا وو، د كنزلو، دروغو، غِيبَت، چُغلـئ، تُهمَت، بدګمانئ او د تَكَبُّر عادت لرونكے وو، د مور و پلار نافرمانه وو، نو كيدے شي چه د خاورے د دے ډيري نه لاندے هغه بے قراره وي، د دوزخ كړكئ ورته بيرته كړے شوي وي، په اور سوزي، ماران او لړمان ئے د بدن نه راتاؤ شوي وي او داسے چغے او سورے وهي چه هغه مونږه نه شو اوريدلے.

      اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه فرمائي:

ہائے غافِل وہ کیا  جگہ  ہے  جہاں                                                         پانچ  جاتے  ہیں  چار  پھرتے  ہیں
          بائیں  رستے   نہ   جا   مسافِر سُن                                                                      مال   ہے  راہ   مار
 پھر تے   ہیں
جاگ سُنسان  بن  ہے  رات آئی                                                 
      گُرگ  بہرِ   شکار   پھرتے   ہیں

نفس   یہ  کوئی   چال   ہے   ظالم
جیسے   خاصے   بِجار   پھرتے   ہیں

  د اشعارو ترجمه:

هائے غافِله  هغه  څنګه  ځائے  دے            لاړ شي پينځه څلور كسان ګرځي

(يعني قبر ته يو مړے او څلور جنازه وړلو والا ځي او بيرته ترينه څلور راځي)

اے   مسافره   په  غلط  لار مه ځه              تاسره مال  دے  شُوك ماران ګرځي

(يعني اِيمان او نيكئ درسره دی،  او نفس او شيطان شوك ماران دي)

شړو كښے ګرځے دا ده شپه راغلله             په  ښكار پسے ډير شرمَـخان ګرځي

(يعني ته په غفلت كښے ګرځے او مرګ دِ راغے، او نفس او شيطان درپسے دي)

نفسه  دا  څه  دِ  اوكړو   اے  ظالِمَه            لكه  چه  ډير  مے دُښمنان  ګرځي

(اے نفسه ډير ظُلم راسره كوے، د نورو دُښمنانو په شان مے يو دُښمن ته ھم ئے)