Book Name:Achi Aur Buri Lalach
پاك نه لګيدے شي ، د رسولِ اكرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد مبارك دے : د ظُلم كولو نه اُويَريږئ ځكه چې ظُلم د قيامت تِياره ده او د نفس د لالچ نه ځان ساتئ ځكه چې دغه لالچ ستاسو نه مخکښني اُمتيان هلاك كړل چې لالچ هغوئي ناحقه قتل كولو او حرام كار ته را اُوپارول. ([1])
او د دې نه ځان ساتل څومره فائده مند دي ، د دې اندازه د دې روايت نه لګيدے شي چې حضرت سَيِّدُنا عبدُ الرحمٰن بِن عوف رَضِیَ الله عَنْه د بيتُ الله شريف په طواف كولو کښي صرف دا دُعا غوښتله : اے الله! ما زما د نفس د حِرص نه اوساتے. چې کله هغوئي نه د دې په باره کښې تپوس اوكړے شو نو هغوئي اوفرمائيل : چې كله زه د خپل نفس د حِرص نه محفوظه اوساتلے شوم ، نو نه به زه غلا كووم ، نه به بدكاري كووم او نه کله ما داسې قِسم څه كار كړے دے. ([2])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د خلقو د حِرص په معامله کښي مختلف حالتونه وي ، څوك د مال حريص دے ، څوك د زمكې او جائداد په حِرص کښې اخته دے ، څوك د ګناهونو حِرص ړوند كړے دے ، څوك د خپل شهرت د خواهش په حِرص کښې اخته دے. څنګه چې د دې بدو کارونو حريصان شته دے ، دغسې د الله پاك داسې بندګان هم شته چې د هغوئي زړونه د نيكو د حِرص نه ډك دي ، هغوئى د اُمَّت د