Book Name:Achi Aur Buri Lalach
بيان شو ، اوس مونږ ته غور كول پکار دي چې په مونږ کښې كوم حِرص موجود دې ، ياد ساتئ چې د دې حِرص رُخ بدلول زمونږ په اختيار کښې دي چې مونږه د خپل حِرص مخ د نيكئ كارونو طرف ته واړوو ، مونږه د نيكو حريص جوړ شو او د ګناهونو مذموم او بد حِرص بالكل پريږدو ځكه چې بد حِرص سړے تباه كوي څنګه چې زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے : د لالچ نه ځان بچ ساتئ ځكه چې دا زر لاحِق کيدونكے فَقْر دے. ([1])
د حضرت سَيِّدُنا انس بن مالك رَضِیَ الله عَنْه نه روايت دے چې د مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد مبارك دے : كه اِبنِ آدم سره د سرو زرو دوه دَرَے (يعني د دوو غرونو په مينځ کښي چې کوم ځائے وي هغه همره سره) هُم وي بيا به هُم د دريم خواهش كوي او د اِبنِ آدم خيټه صرف د قبر خاورې ډكولے شي. ([2])
علامه ابو زَكَرِيَّا يحيٰى بن شَرَف نَوَوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په شرح مسلم کښې فرمائي : د حديث معنٰى دا ده چې انسان به د دُنيا لالچي اوسيږى تر دې چې د هغه مرګ راشي او د هغه خيټه صرف د قبر خاورې ډكولے شي. ([3])