Book Name:Achi Aur Buri Lalach
حضرت علامه مَلَّا علي قاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : په دې حديثِ پاك کښې د دې خبرې خبردارے دے چې د انسان په فطرت کښې يو داسې بُخل وي كوم چې هغه لالچي جوړوي څنګه چې ارشادِ ا اِلٰهی دے :
قُلْ لَّوْ اَنْتُمْ تَمْلِكُوْنَ خَزَآىٕنَ رَحْمَةِ رَبِّیْۤ اِذًا لَّاَمْسَكْتُمْ خَشْیَةَ الْاِنْفَاقِؕ-وَ كَانَ الْاِنْسَانُ قَتُوْرًا۠(۱۰۰) (پ۱۵ ، بنی اسرائیل : ۱۰۰)
مفهوم ترجمۀ کنزُ الاِیمان : ته اوفرمايه كه تاسو زما د رب د رحمت د خزانو مالکان وے نو هغه به مو هم [ځان سره] حصارې ساتلے ، په دې ويره چې خرچ نه شي او انسان ډير شُوم [يعني كنجوس] دے.
د قرآن كريم په تفاسيرو کښې يو مشهور تفسير “ تفسير كبير “ کښې دي : دلته انسان ته د هغه د اصل په اعتبار غټ كنجوس وئيلے شوے دے ځكه چې انسان محتاجه پيدا كړے شوے دے او محتاجه انسان لازمي هُم دا څيز خوښوي او د خپل ځان د پاره ئې ساتي چې په دې ئې محتاجي لرې شي. او د انسان سخاوت د خارجي اسبابو په وجه وي لكه خپل صفت خوښول يا د ثواب اُميد ساتل. د دې نه ثابته شوه چې انسان د خپل اصل په اعتبار بخيل دے. ([1])