Achi Aur Buri Lalach

Book Name:Achi Aur Buri Lalach

      او دا آيت د اِبنِ آدم په ډير لالچي او بخيل كيدلو دليل دے ، اِبنِ آدم د هغه مرغئ نه هم زيات بخيل او لالچي دے كومه چې د سمندر په غاړه د دې ويرې د تَندې نه مړه شي چې چرته زما په څښلو اوبه ختمې نه شي او د هغه چينجي نه هم زيات بخيل او لالچي دے چې د هغې خوراك خاوره ده خو هغه [چينجے] د دې ويرې اوږے مړ شي چې چرته زما په خوړلو خاوره ختمه نه شي. ([1])

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د مال حِرص مذموم (بد) حِرص دے چې الله پاك د قرآنِ كريم په ډيرو آيتونو کښې د دې نه د بچ كيدلو او د مال د حِرص مذَمَّت فرمائيلے دے ، بعضې ځائے کښي ئې فرمائيلي دي : اے اِيمان والؤ! نه ستاسو مال او نه ستاسو اولاد يو څيز دِ هُم تاسو د الله د ذِكر نه غافله نه كړي. بعضې ځائے کښي ئې فرمائيلي دي : مال ستاسو د پاره فِتنه ده ، بعضې ځائے کښي ئې فرمائيلي دي : څوك چې د دُنيا ښائست غواړي مونږ به په دُنيا کښې هغه ته پورا بدله وركړو ، د مال سره محبت كوونكي په باره کښې ئې فرمائيلي دي : بےشكه هغه د مال په محبت کښې ضرور ډير سخت دے ،  خو د الله د نعمتونو د شكر او د هغه د ذِكر نه غافله دے.

حُضُورِ اَكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مختلفو موقعو د مال د مذَمَّت  په باره کښې فرمائيلي دي : د مال محبت په زړه کښې داسې نفاق پيدا كوي څنګه چې اوبه شين والے [يعني شين بُوټے] را زرغُونوي. زيات مال هلاك کوونکے او خپل مالك په بدو


 

 



[1]    مرقاۃ المفاتیح ، کتاب الرقاق ، الفصل الاول ، ۹ / ۱۲۴ ، تحت الحدیث : ۵۲۷۳