Book Name:Achi Aur Buri Lalach
خلقو کښې شاملوونکے دے. مال د آخرت د پاره د وبال [يعني مصيبت] سبب دے. د مال او مرتبے حِرص د انسان دِين ته د دې نه زيات نقصان رسوي كوم چې دوه اوږي شرمخان د چيلو رمے [كنډك] ته رسوي. ([1]) د مال يعني د درهم و دينار په بنده باندې لعنت كړے شوے دے. ([2]) او خوږ نبي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) فرمائيلي دي : انسان بوډا كىږى خو د مال لالچ او د عمر زياتوالے [يعني د عمر د زياتوالي لالچ] ئې ځوانيږي. ([3])
دولت کی حِرص دل سے الله دُور کر دے عشقِ رسول دے دے یہ دعا کر رہے ہیں([4])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
اے عاشقانِ رسول! واقعي حِرص او لالچ ډيره بده بلا ده ، حضرت سَيِّدُنا امام محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : د لالچي كس چې د چا نه لالچ وي لکه دے چې هغه خپل خُدائے جوړ کړي. بيا دے هغه سره دوستي كولو د پاره ، هغه ته ځان ګرانولو او هغه ته رسيدلو د پاره په هره لاره ځي او د هغه د ټولو نه كم حالت دا وي چې دا د هغه د دروغو صفتونه كوي او [هغه ته] اَمْرٌ بِالْمَعْرُوْف او نَہْیٌ عَنِ الْمُنْکَر (يعني د نيكئ حكم وركول او د بدئ نه منع كول) پريږدي او د هغه په مخکښې د مداهَنَت نه كار اخلي (يعنې