Book Name:Achi Aur Buri Lalach
د مال د حِرص نه علاوه يو حِرص د اوګږد ژوند هُم دے چې د دې خواهش په دې دور کښې شايد هر يو كس په خپل زړه کښې لري ، اوګږده اوګږده اميدونه او منصوبے جوړوي حالانكه الله تعالٰى د مشركانو د اوګږد ژوند د خواهش مذَمَّت کړے دے ، ارشاد فرمائي :
وَ لَتَجِدَنَّهُمْ اَحْرَصَ النَّاسِ عَلٰى حَیٰوةٍۚۛ-وَ مِنَ الَّذِیْنَ اَشْرَكُوْاۚۛ-یَوَدُّ اَحَدُهُمْ لَوْ یُعَمَّرُ اَلْفَ سَنَةٍۚ-وَ مَا هُوَ بِمُزَحْزِحِهٖ مِنَ الْعَذَابِ اَنْ یُّعَمَّرَؕ-وَ اللّٰهُ بَصِیْرٌۢ بِمَا یَعْمَلُوْنَ۠(۹۶) (پ۱ ، البقرة : ۹۶)
مفهوم ترجمۀ کنزُ الاِیمان : او بيشکه ته به ضرور هغوئي اومومې چې د ټولو خلقو نه زيات د ژوند حِرص لري او د مشركانو نه يو خواهش لري چې كاش زر كاله ژوندے وے او هغه به هغوئي د عذاب نه بچ نه كړي که دومره عمر [هُم] ورکړے شي او الله د هغوئي (بد) عملونه ويني.
په تفسير صِراطُ الجِنان کښې د دې آيت لاندې چې څه بيان شوي دي د هغې خلاصه ده : اے حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! مجوسيان مشركان د زرو كالو ژوندي اوسيدلو تمنا [يعني خواهش] لري او يهوديان د هغوئي نه هم زيات دي چې د هغوئي د ژوندي اوسيدلو حِرص د ټولو نه زيات دے حالانكه دومره زيات عمر وركول هم هغوئي د جهَنَّم د عذاب نه نه شي لرې كولے او الله پاك د هغوئي ټول اعمال ښه ويني او د هغوئي حال د الله پاك نه پټ نه دے. ([1])