Book Name:Achi Aur Buri Lalach
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! كافر د دُنياوي ژوند حريص وي او د مرګ نه تښتي او د مومِن شان دا دے چې كه هغه ژوند غواړي نو صرف د دې د پاره چې زياتې نيكئ اوكړي ، د آخرت سامان جمع كړي او د آخرت سامان جمع كولو د پاره ژوند غوښتل د ژوند حِرص نه دے بلكه د آخرت تياري ده او دا ښه حِرص دے. خو دا ياد ساتئ چې اوګږد عمر او زيات مال د الله پاك د راضي كيدلو علامت نه دے بلكه دا خو بعضې وخت د وبال [مصيبت] ذريعه هم جوړيږى.
حضرت سَيِّدُنا ابوبكر صديق رَضِیَ الله عَنْه فرمائي چې يو كس عرض اوكړو : يـا رَسُـوْلَ الـلّٰـه! په خلقو کښې د ټولو نه بهترين څوك دے؟ ارشاد ئې اوفرمائيلو : د چا چې عمر اُوږد او عمل نيك وي. هغه كس بيا عرض اوكړو : په خلقو کښې د ټولو نه بد څوك دے؟ ارشاد ئې اوفرمائيلو : د چا چې عمر اُوږد او عمل بد وي. ([1])
حِرص دنیا نکال دے دل سے بس رہوں طالبِ رضا یا رب([2])
حِرص د دُنيا مې زړه نه اُوباسې ته طالِب مې کړې ستا د رضا يا رب
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد