Book Name:Achi Aur Buri Lalach
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! يقيناً د حِرص نه بچ كيدل ناممكن دي ځکه چې دا د انسان په خَټه کښې شامل دے. خو بد حِرص د نيكئ په حِرص کښې بدلول کيدے شي. د بد حِرص نه بچ كيدلو د پاره * د الله پاك په بارګاه کښې د حِرص نه د بچ كيدلو دُعا كوئ * د مال د حِرص په نقصانونو غور كوئ * صبر او قَناعت [يعني په لږ مال صبر كول] اختيار كړئ * خپل خواهشات كنټرول كړئ * په خپل رب باندې حقيقي تَوَکُّل كوئ او په خرچ كولو کښي ميانه روي اختياروئ * اُوګږده اُميدونه مه تړئ * مرګ ياد ساتئ * د حشر په ميدان کښې د مالدارانو د حساب تَصَوُّر كوئ * د سخاوت عادت جوړ كړئ * د مال حِرص لرونكو خلقو عبرتناك انجام ياد ساتئ.
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د مال و دولت ، منصب او شهرت او نور دُنياوي څيزونو د بد حِرص نه بچ كيدل او د نيكو كولو حريص جوړيدل بے حده ضروري دي ، خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نيكو د حريص جوړيدلو تاكيد کښي فرمائي : د هغے حِرص اوكړئ څه چې تاسو ته نفع [فائده] دركوي او د الله پاك نه مدد اوغوړئ ، عاجزه کيږئ مه. ([1])