Book Name:Achi Aur Buri Lalach
حضرت علامه شرف نَوَوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاك شرح فرمائي چې : د الله پاك د عبادت ډير حِرص كوئ او په دې باندې د اِنعام ملاويدلو لالچ ساتئ خو په دې عبادت کښې هم خپل كوشش ته د طمع کيدلو كولو په ځائے د الله پاك نه مدد غواړئ. ([1])
مُفسرِ قرآن حضرت مفتـي احمد يار خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاك لاندې ليكي : په دُنياوي څيزونو کښې قناعت او صبر ښه دے خو د آخرت په څيزونو کښې حِرص او بے صبري اعلٰى [يعنې ډيره ښه] ده ، د دِين يوے درجے ته رسيدلو باندې قناعت [يعني صبر] مه كوئ ، [بلکه] د مخکښې تللو كوشش كوئ. ([2])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! خپل دا ذِهن جوړ كړئ چې ما له د نيكو حريص جوړيدل پکار دي ، د نيكو حريص جوړيدلو د پاره (1) د نيكو د فضائلو مطالَعه اوكړئ ځكه چې انساني طبيعت هغه څيز طرف ته زر مائل کيږي په كوم کښې چې هغه ته فائده ښكاري بيا (2) د الله پاك د راضي كولو په نيت عمل كول شروع كړئ (3) په نيكو باندې استقامت حاصلولو د پاره ښه صحبت اختيار كړئ (4) څنګه چې د مال و دولت حِرص لرونكي خلق مالداران خلق خپل رهنما [آئيډيَل] جوړوي چې