Achi Aur Buri Lalach

Book Name:Achi Aur Buri Lalach

ژوند تيروي. تاسو هم د دعوتِ اسلامي مدني ماحول کښي شامل شئ او د خپلو مصروفياتو نه وخت اوباسئ او د ذيلي حلقے په دولسو [12] مدني كارونو كښې په اخلاص خپل كردار ادا كړئ او د ډير ثوابونو حقدار جوړ شئ. او خپل قبر و آخرت ښائسته كړئ. په دې 12 مدني كارونو كښې يو مدني كار “ هفته واره د سنتو ډكه اجتماع “ هم ده. تاسو هم په دې “ هفته واره د سنتو ډكه اجتماع “ کښې شرکت کوئ. اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ د دعوتِ اسلامي زير انتظام كيدونكي “ هفته واره د سنتو ډكه اجتماع “ د زيارت په ورځ د ماښام د لمَانځه نه پس د سورۂ مُلك د تلاوت نه شروع كيږي.  بيا نعت شريف لوستلے كيږي ، بيا بيان كيږي ، چې پکښې بيشميره قيمتي ملغلرے په لاس راځي. بيا ذِكر و دُعا او صلاة وسلام وي. د دې نه پس د ماسخُتن لمُونځ كيږي او د لمَانځه نه پس مدني حلقے لګي. په دې کښې په مختلفو موضوعاتو (مثلاً د ګناهونو په عذابونو يا د نيكو په ثوابونو مُشتمِل) مختصر بيان ، يوه دُعا يادولے كىږي ، او [د خپلو اعمالو] اجتماعـي طور محاسبه كىږي. بيا د آرام وقفه وي ، خوش نصيبه عاشقانِ رسول د شپے اعتكاف كولو سعادت حاصلولو نه پس د تَهَجُّد لمُونځ هم ادا كوي ، د سحر آذان نه پس صدائے مدينه ، جَمعې سره د سحر لمُونځ ، د لمَانځه نه پس په مدني حلقه کښې شركت او بيا په مدني اِنعاماتو کښي [شامل مدني انعام يعني] د اشراق و څاښت د نوافلو سعادت حاصلولو نه پس په صلاة و سلام باندې اجتماع ختميږي. د اجتماع ختميدلو نه پس ډير عاشقانِ رسول د سنتو د تربيت مدني قافلو کښې د سفر كولو سعات حاصلوي. راځئ چې د ترغيب د پاره يو مدني سپرلےواورو : چنانچه