Book Name:Achi Aur Buri Lalach
د هفته وارو اجتماعاتو د بيانونو ايپلي كيشن
“ اِسلامك سپيچز “ (Islamic Speeches)
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دعوتِ اسلامي آئى. ټـى ډيپارټمنټ د (Islamic Speeches) په نوم يو اپيلي كيشن جوړ كړے دے ، د دې ايپلي كيشن په ذريعه تاسو هفته واره اجتماع کښې كيدونكي بيانونه د ليك په صورت کښې حاصلولے شئ. په دې کښې د اُردو نه علاوه انګلش ، هندي ، سندهي ، پښتو ، رومن ، ډَچ [وغيره] ژبو کښې بيانونه موجود دي. او ورسره ورسره د خاصو موقعو په حواله شوي بيانونه هم په دې ايپلي كيشن کښې شامل دي. د دې بيانونو د مطالَعے سره د ډير زيات علمِ دين زده كولو موقع نصيب كيږي. زر تر زره دا ايپلي كيشن انسټال كړئ او د دې ډير ډير بركتونه حاصل كړئ.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت ، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي : ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘ ([1])
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مې دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا