Book Name:Achi Aur Buri Lalach
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! راځئ چې د خوشبو د سنتونو او آدابو په باره کښې يو څو مدني ګلونه د اوريدلو سعادت حاصل کړو : اوَّل دوه فرامينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ملاحظه كړئ : (1) فرمائي : لمُونځ زما د سترګو ىخ والے جوړ کړے شوے دے. ([1]) (2) فرمائي : څلور څيزونه د انبياؤ عَلَيهِمُ السَّلام په سُنَّتو کښې داخل دي : نكاح ، مسواك ، حيا او خوشبو لګول ، ([2]) * نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د خوشبو تحفه نه رد كوله ، ([3]) هميشه به ئې بهترينه خوشبو استعمالوله او نورو خلقو ته به ئې هم د دې تلقين كولو ، ([4]) * د جُمعے د لمَانځه د پاره خوشبو لګول مستحب دي ، ([5]) * په لمَانځه کښې د الله پاك نه مناجات کيږي نو د دې د پاره زينت حاصلول او عطر لګول مستحب دي ، ([6]) * خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به بدبوئي ناخوښه ګنړله ، * نارينؤ له په خپلو جامو داسې خوشبو لګول پكار دي چې خوشبو ئې خوريږي خو رنګ او داغونه وغيره ئې نه ښكاري ، * د سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عادت مبارك وو چې “ مُشك “ به ئې د سرِ اَقدَس په ويښتو مباركو او په ګيره