Book Name:Achi Aur Buri Lalach
چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغه قَبْر کښې د خپل رَحمت نه ډكو لاسونو باندے كوزوي.[1] راځئ چې مونږه هم په شريكه دا دُرُود اووائيو.
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِ نَا وَ مَوْلَانَا مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰی اٰلِہٖ وَسَلِّمْ
حضرتِ سیِّدُنا انَس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روایت دے چې تاجدارِمدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي : څوك چې دا دُرُودِ پاك لوَلي كه ولاړ وو نو كښيناستلو نه مخکښې او كه ناست وو نو اودريدو نه مخکښې به د هغه ګُناهونه مُعاف كړے شي. راځئ چې مونږه هم په شريكه دا دُرُود اووائيو.
صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
څوك چې دا دُرُودِ پاك لوَلي په هغه به د رَحمت اويا دروازے بيرته كړے شي.[2] راځئ چې دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.
(4) د شپږ لاکه دُرُودشریف ثواب
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدٍ عَدَدَ مَا فِیْ عِلْمِ اللّٰہِ صَلَاۃً دَ اۤ ئِمَۃًۢ بِدَوَامِ مُلْكِ اللّٰہِ
حضرت اَحْمَد صاوِی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د بَعضو بُزرګانو نه نَقل كوي : دا دُرُود شریف يو ځل لوستلو باندے د شپږو لاکو دُرُود شریف لوستلو ثواب حاصِليږي.[3] راځئ چې دا دُرُود