Book Name:Achi Aur Buri Lalach
نيت اخلي نو هغه ته په دې مال کښې بركت وركولے كيږى او څوك چې دا د زړه په لالچ واخلي نو هغه ته په دې مال کښې بركت نه وركولے كيږي او هغه د هٰغه كس په شان شي کوم چې خوراك اوكړي او مړيږي نه او (ياد ساتئ) پاسنے لاس د لانديني لاس نه بهتر دے. “ ([1])
حِرص دنیا نکال دے دل سے بس رہوں طالبِ رضا یارب([2])
له زړه مې اُوباسې حِرص د دُنيا طالب مې جوړ کړې بس دا ستا د رضا
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! عام طور دا ګنړلے كيږي چې د حِرص تعلق صرف د مال و دولت سره دے حالانكه داسې نه ده ځكه چې حِرص د هر څيز د زيات خواهش لرلو نوم دے او هغه څيز بل څه هم كيدے شي ، که هغه مال وي او که بل څه وي. حضرت علامه عبدُ المُصطفٰى اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكي : د لالچ او حِرص جذبه په خوراك ، لباس ، كور ، دولت ، عزت ، شهرت الغرض په هر نعمت کښې کيدے شي.